په جنوبي وزیرستان کښې د امن د ټینګښت لپاره لاریون شوې دې

0
202

باغی ټي وي رپورټ
د جنوبي وزيرستان تحصيل شکي ځوانانو په سیمه کښې د امن راوستلو او ټینګښت لپاره احتجاجي مظاهره کړي او وئيلي ئي دي چي د شکي سکيورټي نه ډرون کمرې د کورونو د احاطې ديوالونو خلاف ورزي کوي۔
پرون د جمعې په ورځ په شکۍ بازار کې ځايي ځوانانو د “شکای امن جرګې” په ضد او په سيمه کې د امنيتي ځواکونو لخوا د ډرون کيمرې د لوړ پرواز پر ضد احتجاج وکړ.
لاريون کوونکو له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د تېرې ورځې د سولې جرګه د امنيتي ځواکونو په امر جوړه شوې وه، ځکه د جرګې مشرانو پرېکړه کړې وه، چې د ٢٠٠٧ کال د سولې تړون يو ځل بيا رعايت کړي، چې د هېواد خلک يې په کلکه غندي.
دا خبره د یادونې ده چې به جنوبي وزیرستان، شمالي او هم دغه شان په باجوړ او ضلع خیبر کښې هم یو ځل به هدفی وژنې او ترهګریز بریدونه زیات شوي دي، په ضلع خیبر کښې په دې لنډو څو ورځو کښې ۵ حکومتي او ځای مشرانو په نښه شول او اووژل شول چې له وجهې ی ځای خلکو کښې ډار خپور شوې دې چې په دې سیمو کښې یو ځل بیا ناامني او هدفي وژنې پیل شوي دي.
……………..
نور خبرونه

د خبریال آیاز امیر د انږور د قتل مقدمه د هغه ځوی شاهنواز په ضد درج کړې شوه

د پاکستان کمزورې معیشت او اقتصادي بحران، د پاکستان تحریک انصاف ددې پړه د پاکستان په سپریم کورټ وراچولې

Leave a reply