پاکستان تحریک انصاف ضلع خیبر یوه مهمه غونډه شوې، د مشرانو ترمینځ اخلافات ختمولو لپاره ژمنه او هوډ شوې
باغی ټي وي رپورټ
په پاکستان تحریک انصاف کې اختلافات ختم شوي او د ګوند ویژن باندې په ګډه کار کولو اتفاق کړی دی
د پاکستان تحریک انصاف ضلعې خیبر ناراضه ډلې په متفقه توګه د عمران خان پیغام وړاندې کولو هوډ کړی دې.
په دې اړه د پاکستان تحريک انصاف خيبر ضلعي ايډيشنل جنرل سيکرټري حاجي شرمت خان آفريدي په مشرئ کښي يوه دستوره اوشوه چي پکښي پخواني وفاقي وزير پير نورالحق قادري، د پي ټي آئي خيبر ضلعي صدر اقبال آفريدي، ايم پي اے شفيق آفريدي او د پي ټي آئي جنرل سيکرټري حاجي عامر ګډون اوکړو۔ په دی موقع محمد خان آفریدی، الحاج سید ګواس آفریدی، اډیشنل جنرل سیکرټری حاجی شرمت خان آفریدی، د خیبر پختونخوا یوتھ سهیل آفریدی، چیرمین نصیب علی پشمول د پارټئ مشرانو او جونیر مشرانو او کارکنانو په ګنړ شمیر کښي ګډون اوکړو.
غونډې ته په وينا کې پخواني وفاقي وزير پير نورالحق قادري وويل چې نن د پارټۍ ټول قيادت او کارکنان په يو پلېټ فارم موجود دي چې دا زمونږ لپاره د یوې لوی کامیابې خبره ده.