د پاکستان اولس مشر ویلي دي چې حکومتي بدلون په اړه سپریم کورټ ته لیږل شوي لیک څه ځواب نه دې ورکړل شوې

باغی ټي وي رپورټ
شخصي ټي وي سره په مرکه کې صدر عارف علوي وئيلي دي چې ځينې خلک وايي چې بايد واضح ميډيټ وي کوم چې داقتصاد لپاره ښه وي، هغه يو ځل د نوازشريف دوزيراعظمۍ په مهال عمران خان سره وزيراعظم هاؤس ته تللى ؤ چې هغوي ورته وينا کوله. چې د مشرانو جرګې په ټاکنو کې ډېرې پیسې شته چې باید په ګډه ودرول شي.
هغه زياته کړه، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خفګان وخت تیریږي، که چېرې په هېواد کې سېلاب راشي، سياسي او اقتصادي بحران رامنځته شي، ذهني ستونزې زياتې شي.

صدر عارف علوي چې چې دحکومت دبدلون په اړه دسپريم کورټ چيف جسټس ته دليږل شوي خط په اړه کوم ځواب نۀ دى ترلاسه شوى.
اولس مشر اوویل چې چيف جسټس ته په خط کې هغه د لياقت علي خان د شهادت يادونه کړې او وئيلي يې دي چې تر دې دمه د پېښې پلټنې نه دي مکمل شوي، بيګم رانا لياقت علي خان زما پلار ته سمري ورکړې وه چې پکې تحقيقات شامل وو.
عارف علوي وویل چې د ولسمشر ایوب خان د کتاب عنوان وو “مونږ دوستان غواړو، نه باداران” بوټو هم یو کتاب لیکلی چې پکې ویل شوي چې مونږ په ریښتیا هم ازاد نه یو.بوټو هم یو لیک لیکلی چې د ده په خلاف سازش چا کړی وو. د ضیاالحق الوتکه را نسکوره کړه؟د ضیاالحق د الوتکې د نسکورولو په اړه تحقیقاتو هم بشپړه نه شول، د ایران د لومړي وزیر مصدق حکومت نسکور شو، امریکايي اسنادو څرګنده کړه چې د مصدق د حکومت د نسکورولو لپاره ۲۰۰ زره ډالر ورکړل شوي وو.