د ایران صدر د سي این این ټي وي امریکایی خبریالې سره د مرکه کولو څخه د سکارف نه پسرولو په سر انکار وکړو

باغی ټي وي رپورټ
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د سي این این له یوه امریکايي خبریال سره مرکه لغوه کړه چې له حجاب نه یې ډډه کړې وه.

د امریکايي رسنیو په وینا، د ایران د ولسمشر ټیم له مرکې څو دقیقې مخکې د CNN نړیوالې خپرونې مشرې کریسټین امانپور ته د حجاب د اغوستلو شرط ایښی و، چې امان پور له منلو انکار وکړ.
کریسټیان امان پور وايي، هغه په ایران کې د راپور ورکولو پر مهال د سیمه ییزو قوانینو او دودونو له مخې حجاب اغوندي، خو په نیویارک کې داسې کوم قانون یا دود نشته.

هغې وویل چې له ۱۹۹۵ کال راهیسې یې له هر ایراني ولسمشر سره مرکې کړې دي او هېڅ ایراني ولسمشر له ایرانه بهر د سکارف د اغوستلو غوښتنه نه ده کړې.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران له ولسمشر سره دا مرکه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې شوې وه، چې ټاکل شوې وه، څو پوښتنې ترې وشي.
په مرکه کې به له ولسمشر رئیسي څخه د مهرا امیني د مړینې، د اټمي موافقې او د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ په اړه پوښتنې کول وو.