ایف آیی اې په چمن کښې د ناقانونه پیسو بدلولو کسانو په ضد کاروایی کړې، لکونه غیرقانوني روپۍ ی نیولي دي
باغی ټي وي رپورټ
د ايف آئي اے ډائريکټر جنرل محسن حسن بټ د حکم په رڼا کښې په ټول ملک کښې د حواله کاروبار او غيرقانوني پيسو بدلولو په ضد کريک ډاؤن شروع کړے شوے دے۔
د ايف آئي اے ترجمان ترمخه ايف آئي اے چمن په کاروائي کښي دري شکمن کسان نيولي دي په ملزمانو کښي عبدالحکيم، نيک محمد او نظر ګل شامل دي۔
د ترجمان په وینا د ملزمانو قبضې نه د پنځلس لاکهه روپو نه زیاتې کورنی او بهرنۍ کرنسی هم برآمد شوې ده.
د ايف آئي اے وياند ترمخه نيولي شوي ملزمان د لاسي حوالې او د پيسو د تبادلې په غيرقانوني کاروبار کښې ککړ وو، د ملزمانو خلاف د فارن ایکسچینج ریګولیشن ایکټ لاندې مقدمې درج کړې شوي دي او نور تحقیقات روان دي.
دا خبره د یادونې ده چې ایف ایی اې د ملک نه په ناقانونه توګه د پیسو لیږلو هغه کاروباریانو په ضد کریک ډاون پیل کړي دې چې دوی په ناقانونه توګه د پاکستان څخه بهر ته پیسې اوباسي، د سرچینو مطابق ملکي ادارو داسې ډیر کسان نیولي دي چې د ملک څخه بهر د پیسو په لیږلو کښې ککړي دي.
نور خبرونه