د روسیه اولس مشر ولادیمیر پوټن مغربي هیوادونو ته ګواښ کړې، فوځ ته ی د چمتو پاتې کیدو امر هم کړې دې

0
99

باغی ټي وي رپورټ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر لویدیځو هېوادونو نیوکه کړې او د روسیې پوځ ته یې د فعال پاتې کېدو امر کړی.

د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه ټي وي وينا کې وويل لويديځ د روسيې په وړاندې په اتومي تورونو کې لاس لري او د روسيې په وړاندې يې په جارحيت کې له ټولو حدودو تېرى کړى دى.
د روسیې ولسمشر وویل چې لویدیځ ته د ځواب ورکولو لپاره ډیرې وسلې لرو او دا درواغ نه دي، روسیه به د خپلو خلکو د دفاع لپاره ټولې وسیلې وکاروي.

دبهرنيو خبري اژانسونو ترمخه صدر پو ټن دروسيې دفوځ د جزوي تحرک کولو اعلان کړى اؤ وئيلي يې دي چې لويديځ هڅه کوي چې د يوکرائني ولس د ګولې بارۍ لپاره د سونګ مواد جوړ کړي خو زمونږ مقصد د ډونباس سيمه ازادول دي.
پوتین زیاته کړه، لویدیځ نه غواړي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ سوله وشي، خو موږ نشو کولای چې د اوکراین د بېلتون غوښتونکو سیمو خلک یواځې پرېږدو.
…………………..
نور خبرونه

ایف آیی اې په چمن کښې د ناقانونه پیسو بدلولو کسانو په ضد کاروایی کړې، لکونه غیرقانوني روپۍ ی نیولي دي

عمران خان که هرڅومره هم چیفې اووهي نو د فوځ سرلښکر ټاکنه به وزیراعظم کوي: مولانا فضل الرحمان

Leave a reply