لاهور هایی کورټ د پي ټي آیی چیرمین عمران خان او فواد چوهدري په ضد د الیکشن کمیشن شوکاز نوټس معطل کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان او فواد چوهدري خلاف د اليکشن کميشن شوکاز نوټس معطل کړے دے۔
د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ جسټس جواد حسن د اليکشن کميشن لخوا جاري شو کاز نوټس په ضد د عمران خان او فواد چوهدري د درخواستونو اوريدنه وکړه۔
عمران خان او فواد چوهدري لخوا وکيل فيصل چوهدري عدالت ته حاضر شول.
دعمران خان او فواد چوهدري لخوا جمع کړل شوي درخواستونو کې وئيل شوي وؤ چې اليکشن کميشن دا اختيار نۀ لري چې دعدالت توهين وکړي.
د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ د عمران خان او فواد چوهدري په ضد د الېکشن کمېشن شو کاز نوټس معطل کړی او وئيلي يې دي چې د شوکاز نوټس اورېدنه به لويه بنچ کوي او د درخواستونو اورېدنه به په 29م ستمبر کوي.
ياده دي وي چي اليکشن کميشن عمران خان او فواد چوهدري ته د انتخابي ضابطه خلاف ورزي په تور شوکاز نوټس جاري کړي وو کوم چي د پي ټي آئي مشرانو د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بينچ کښي چيلنج کړي وو۔
نور خبرونه
سي سي پي او پنجاب د مراسله جاري کیدو پس هم د څوکۍ پریښودو څخه انکار کړې دې
عمران خان د پيسو په زور په اولس کښې ګډوډي خپروي: د پاکستان مسلم لیګ ن مشر






