په پنجشیر کې ۲۵۰ کیلو ګرامه چرس کشف او ضبط شوي دي
ښاغلی ملک زاده ټینګار کوي چې یاد شوي توکي د ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو منسوبینو د هدفي عملیاتو په پایله کې د هستوګنې له یوه کور څخه چې په دې ولسوالۍ کې ترلاسه کړي دي. دپنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياتوي چې تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
(2022 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پنجشیر سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د لسګونه کیلو ګرامه “چرس” ډوله نشه يي توکو د نیولو خبر ورکوي.
د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نصرالله ملکزاده د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ کې تېره ورځ رسنیو ته وویل، چې (سه شنبه د سنبلې ۲۹) د پنجشیر په لومړۍ حصه ولسوالۍ کې ۲۵۰ کیلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه شول.

Leave a Reply