بدخشان کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله اوو تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

0
190

بدخشان کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله اوو تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

هغه زياتوي، چې په دې پېښه کې د يوه سړي او يوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي او د څلورو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغې پيښې علت د موټر چلوونکي بې احتياطي په ګوته کوي او وايي چې ټپيان د دغې ولسوالۍ د روغتيايي مرکز د امبولانس په واسطه د فيض اباد ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي.

 

(2022 / 9 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، چې د سنبلې په ٢٩مه نېټه سهار وختي د دغه ولايت د درايم ولسوالۍ د “يامچيان” کلي ته څېرمه د يوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي رسنیو ته ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې څو کورنۍ د درایم ولسوالۍ له مرکز څخه د «یمچیانو» کلي ته د فاتحې په مراسمو کې د ګډون په موخه روانې وې.

د ښاغلي احمدي په خبره، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو موټر هغه مهال چپه شو، چې د سړک د بيارغونې په حال کې و.

هغه زياتوي، چې په دې پېښه کې د يوه سړي او يوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي او د څلورو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغې پيښې علت د موټر چلوونکي بې احتياطي په ګوته کوي او وايي چې ټپيان د دغې ولسوالۍ د روغتيايي مرکز د امبولانس په واسطه د فيض اباد ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي.

په همدې حال کې د بدخشان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې د دغه ولایت د یفتل ولسوالۍ اړوند «لنګار» سیمه کې د اسلامي امارت د عسکرو یو رینجر له سړکه واوښت او چپه شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د درېيمې فرقې د څلورمې لوا قوماندان عبدالمنان سجاد او د دې کمپ قوماندان عبدالرحمن وژل شوي او د اسلامي امارت نهه سرتېري ټپيان شوي دي. د دغه رینجر د چپه کېدو لامل تر اوسه څرګند نه دی.

اړوند موضوعات: 

 د هرات–اسلام کلا پر لویه لار د ټرافیکي پېښې لۀ امله پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

په وروستیو اونیو کې په بدخشان کې څو ترافیکي پېښې ثبت شوې دي. د دې ولايت اوسېدونکي وايي، ولسواليو ته د غځېدلو لارو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي د دې پېښو اصلي لاملونه دي.

Leave a reply