تخار ولایت کې د دوه زرو بوتلو څخه زیات الکولي مشروبات وسوځول شول.
تخار ولایت کې د دوه زرو بوتلو څخه زیات الکولي مشروبات وسوځول شول.
20سپتمبر 2022
د تخار ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې نن ورځ د نشه یې توکو سره د مبارزې مسؤلینو د دوه زره بوتلو څخه زیات الکولي مشروبات وسوځول.
د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو لخوا چې د چاپېریال ساتنې ریاست، د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست، ملی او بین المللی رسنیو، د ولایت استازو او د تخار ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعات امریت استازو په حضور د تنګی فرخار سیمه کې ذکر شوي مواد وسوځول شول.
موجوده پلاوي او د تخار ولس د تخار د پولیسو دغه اقدام یو نېک ګام وباله او له دې ناوړه پدیدې څخه د خلاصون لپاره یې غوښتنه وکړه، چې قاچاقبران دې هېڅکله بيا هڅه نه کوي چې دا ډول منکراتو ته لاس واچوي.
اړوند موضوعات
پۀ افغانستان کې پۀ نشه یي توکو تر بندیز وروسته د تریاکو بیې څو برابره لوړې شوې دي
امنیه قومندانۍ منسوبینو د مخدره موادو قاچاقبرانو ته څرګنده کړه چې د خپلو شومو کړنو څخه لاس واخلي او که نه نو دوی به د امنیتي ځواکونو جدي غبرګون سره مخ شي.