پۀ افغانستان کې پۀ نشه یي توکو تر بندیز وروسته د تریاکو بیې څو برابره لوړې شوې دي 

0
186

پۀ افغانستان کې پۀ نشه یي توکو تر بندیز وروسته د تریاکو بیې څو برابره لوړې شوې دي 

د شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د اټکلیزو شمېرو له مخې پر ۲۲۴ زره هکټاره ځمکه کوکنارو کرل شوي وو، خو بزګر وايی چې د پروسږ کال پر تله سږ کال لا ډېرو ځمکو باندي کوکنارو کرل شوي، خو کره شمېر نه دی مالوم.

 

(2022 / 4 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د طالبانو حکومت له‌خوا په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید له منع کولو وروسته د تاریاکو بیې څو برابره لوړې شوې دي.

د تاریاکو پلورونکي وایي، چې د طالبانو له فرمان وړاندې په افغانستان کې یو من ښه تاریاکو بیه تر ۱۵ زره افغانیو وه، خو اوس یو من تاریاک تر ۶۰ زرو افغانیو رسېدلې ده.

د طالبانو حکومت په داسي مهال د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی، چې په ډېریو ولایتونو کې خلکو له کوکنارو خپل حاصل اخیستی دی.

د تاریاکو یو شمېر قاچاقبر وايي، هغه کسان چې پیسې یې لرلې د تاریاکو رانیولو ته یې مخه کړې ده، ځکه بیې ښايي تر دې هم لوړې شي.

یوه قاچاقبر بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي:

 د کروندګرو لپاره په سیمه کې د نشه‌یې توکو د بازارونو جوړېدو ښه فرصت برابر شوی، چې مخامخ او له ډاره پرته د اپیمو تولید پر قاچاق وړونکو وپلوري.

وایي، په تېر دوو ورځو کې د یو من اپیمو بیه په ځینو سیمو کې تر ۸۰ زره هم رسېدلې ده.

د طالبانو له‌خوا د نشه‌یي توکو تولید په اړه صادر شوي فرمان کې راغلي، چې له دې وروسته د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع دی او هیڅ څوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه‌کوي

د شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د اټکلیزو شمېرو له مخې پر ۲۲۴ زره هکټاره ځمکه کوکنارو کرل شوي وو، خو بزګر وايی چې د پروسږ کال پر تله سږ کال لا ډېرو ځمکو باندي کوکنارو کرل شوي، خو کره شمېر نه دی مالوم.

د طالب چارواکو له قوله، په افغانستان کې دمګړۍ شاوخوا پنځه میلیونه کسان په نشه‌يي توکو روږد دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

Leave a reply