روسيې ویلي چې ام یکا عمران خان ته مسکو ته د سفر لۀ امله سزا ورکړه

روسيې ویلي چې ام یکا عمران خان ته مسکو ته د سفر لۀ امله سزا ورکړه
د پاکستان د قانون له مخې، د دې پارلمانونو منحلېدو سره د هېواد لومړی وزیر هم ګوښه کېږي، خو تر هغې به خپل کار ته دوام ورکوي، څو چې نوی سرپرست لومړی وزیر ټاکل کېږي.
(2022 / 4 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا د پاکستان ګوښه شوي لومړي وزیر عمران خان ته د مسکو سفر له کبله سزا ورکړې ده.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د لومړي وزیر ځینې ګوندي ملګري په ناڅاپي ډول د هغه مخالف ګونډونو ته ولاړل او همدا راز د عمران خان پر ضدد نه باور تحریک رامنځته شو.
روسیه وايي، چې دې هر څه ته په کتو ښکاري، چې امریکا عمران خان ته د مسکو سفر له کبله سزا ورکړې ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي:
په تېره فبروري میاشت کې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د مسکو سفر ته چمتوالی کاوه، د سویلي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونلډ لیو په واشنګټن کې د پاکستان سفیر احضار کړی و، فشار یې پرې راوړی، خو غوښتنه یې نه ده منل شوې.
کرملین ادعا کړې چې دا چاره د خپلو شومو اهدامو لپاره د یوه خپلواک هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له شرمه ډکه هڅه ده.
د پاکستان کابینې د یکشنبې ورځ په یوې بیانیه کې اعلان وکړ، چې عمران خان له دې وروسته د پاکستان لومړی وزیر نهدی.
د پاکستان د قانون له مخې، د دې پارلمانونو منحلېدو سره د هېواد لومړی وزیر هم ګوښه کېږي، خو تر هغې به خپل کار ته دوام ورکوي، څو چې نوی سرپرست لومړی وزیر ټاکل کېږي.





