کوم هیوادونه چې هوا ککړي وی باید د پاکستان سیلاب ځپلو زیانونه پوره کړي

باغی ټي وي رپورټ
دجماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي هغه هيوادونه چې هوا ککړوي بايد په پاکستان کې دسيلابونو له امله شوي زيانونه ورپوره کړي.
ده ووئيل ائي اېم اېف او ورلډ بينك دې د پاكستان قرضې معاف كړي٬ وزيران او وزيراعظم د سېلابونو په معامله كښې يو مخ نه دي۔
په اسلام اباد کې یوې سیمینار ته په وینا کې سراج الحق وویل پاکستان باید له صنعتي هیوادونو څخه د تاوان غوښتنه وکړي.
هغه وويل په سندهه کې مالدارانو او د زمکو مالکانو له وجهې خلک په ژړا دي.
سراج الحق غوښتنه وکړه چې په سېلاب ځپلو سيمو کې دې کرنيز ايمرجنسي اعلانولو سره ددې سیمو څخه اوبه وباسي چې خلک خپل کار ژوند پیل کړي.
……………………………..
نورخبرونه
د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب او د مسلم لیګ ن مشر جاید لطیف په ضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوې ده
لندن کښې د ن لیګ ملاتړ کوونکو د عمران خان په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده






