د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب او د مسلم لیګ ن مشر جاید لطیف په ضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوې ده

0
83

باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب او د مسلم ليګ ن مرکزي مشر جاويد لطيف په ضد لاهور کښې مقدمه درج کړې شوې ده۔

د پنجاب د کورنیو چارو وزیر هاشم ډوګر لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د جاوید لطیف او مریم اورنګزیب په ضد مقدمه درج شوې ده.

د مسلم ليګ (ن) د مشر وفاقي وزير جاويد لطيف خلاف ګرين ټاؤن پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده۔
هاشم ډوګر وويل چې په مقدمه کې د حکومتي ټي وي ايم ډي راشد بيګ او د پروګرام پروډيوسر هم نومونه دي، مقدمه د ترهګرۍ ضد قانون لاندې درج شوې ده.

د پنجاب د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د هیڅ وګړي په وړاندې به د مذهبي کرکې او تاوتریخوالي ته د هڅولو اجازه ورنکړل شي.
….
نور خبرونه

د خپلواک خالصتان ریاست په غوښتنه او پلی کولو کښې دې ملګري ملتونه خپل رول ولوبوي: په کاناډا کښې د سیکانو غوښتنه

Leave a reply