اسلام آباد هایی د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدری غوښتنلیک د اوریدنې لپاره رد کړې او باهر کړې دې

0
85

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ د اليکشن کميشن د غړي نثار دراني د تقرري خلاف درخواست ناقابل سماعت ګرځولې دې۔

د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري تيره ورځ د نثار دراني د تقررئ خلاف درخواست جمع کړے وو کوم چي اوس اسلام آباد هائي کورټ ناقابل سماعت ګرځولي دي۔
د فواد چوهدري وکيل فيصل چوهدري خپل دريځ وړاندې کړو او ويې ويل چې د نثار دراني ټاکل د آئين د ٢١٦مې مادې خلاف ورزي ده.

په دې اړه د اسلام اباد چيف جسټس اطهر من الله پوښتنه وکړه چې دا يو آئيني تقرر دى نو غړي څنګه لرې کولى شي؟ دا محکمه باید اساسي قانون ته په کتو پریکړه وکړي، په هیڅ صورت کې به غیر ضروري مداخله نه کوي.
محکمې څرګنده کړه چې په دې کې به هيڅ ډول لاسوهنه نه کوي چې داساسي موقف په اړه شخړه رامنځته شي، تاسو داساسي قانون ماده يو ځل بيا ولولئ، دا ډېره واضحه ده، اساسي قانون هم فورم او کړنلاره ورکوي.

په دې اړه وکيل فيصل چوهدري اوويل چې په دې تقررۍ کې څه اختلاف دى، دا به چرته لګول کيږي چې مس کنډک راځي، په دې اړه عدالت له فيصل چوهدري څخه پوښتنه وکړه چې دا غړي کله ټاکل شوي؟
د درخواست کوونکي وکيل عدالت ته وويل چې نثار دراني د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په ۲۴ مه د اليکشن کميشن سنده غړي ټاکل شوی وو.

عدالت واضحه کړه چې دغه وينا د آئيني تقاضو پوره کولو وروستو شوې ده، هغه دې په دغه شان لرې کړل شي، د فواد چوهدري ګوند هم هغه مهال په تقررۍ کې شامل و، پارليماني کميټۍ دغه تقرر په هغه وخت کې د امادګۍ غوښتنه کړې وه.

Leave a reply