د بلوچستان سیلاب ځپلو سیمو څخه اوبه و نه ویستل شوې، سیلاب ځپلي خلک د سختو ستونز سره مخ دي

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان په جعفراباد، نصیرآباد او صحبت پور سیمو کې لا هم د سېلاب اوبه نه دې وتلې چې د بارانونو او سېلابونو له وجې سېلاب ځپلي خلک د وبائي ناروغیو ښکار کېږي.
د صحابپور نه نیولې تر دیره الله یار، د غواګانو فارم او ګندکه په مختلفو سیمو کې اوس هم اوبه موجودې دي چې له امله یې د ملاریا او نورو مرضونو ښکار شوي دي.
په شاوخوا کښې ځای پر ځای اوبو کښې او سخته ګرمۍ کې، قربانیان د کوچنیو ماشومانو سره د کټونو تر سیوري لاندې د مرستې په تمه ناست دي، د ژوند سختو ستونزو سره مخ دي.
متاثرينو په ګندمک کښي د صحت محکمي لخوا د ميډيکل کيمپ نه جوړيدو په ضد احتجاجي مظاهره کړي ده۔
زيانمن شوي کسان وايي، چې د ملاريا او اسهال له امله خلک مري، اداره يې د څو درملو صندوقونو په لېږلو سره له خپل مسووليت څخه سر ټکوي.
په همدې حال کې په سیلاب ځپلو سیمو قلعه عبدالله ولسوالۍ کې ښځې او ماشومان د معدې، اسهال، د پوستکي او سترګو په ناروغیو اخته دي.
ښځې او زاړه د خفګان او بې خوبۍ سره مخ دي، پداسې حال کې چې ماشومان د خوارځواکۍ سره هم مخ دي او مرګ ته نزدې شپې سبا کوي.





