د کلونو ځنډ وروسته له افغانستان څخه یو ځل بیا د عمرې اداکولو د تګ لړۍ پیل شوه.

د کلونو ځنډ وروسته له افغانستان څخه یو ځل بیا د عمرې اداکولو د تګ لړۍ پیل شوه.
18سپتمبر 2022
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر څارنې لاندې د شمشاد او سلطان مدینې سیاحتي شرکتونو لخوا د عمرې د ادا کولو لپاره د حاجیانو لومړی کاروان نن د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د حرمینو په لور روان شو.
په همدې تړاو نن د کابل هوایي ډګر کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف، د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو، د یادو سیاحتي شرکتونو مسوولینو او ۸۵ تنو معتمرینو ګډون درلود.
په دغه غونډه کې د حج او اوقافو وزارت مالي او ادارې مرستیال د عمرې د فضيلت په اړه د خبرو پر مهال له څو کلونو ځنډ وروسته د عمرې د پروګرام په بيا پيلېدو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې يادو شرکتونو له سعودي عربستان څخه د جواز اخیستلو وروسته وتوانیدل تر څو خپل هیوادوال د عمرې په مقصد سپیڅلو زیارتونو ته واستوي.
ښاغلي عارف همدا راز زیاته کړه، دغه وزارت هڅه کړې، چې هغو وړ شرکتونو ته جواز ورکړي، چې د سفر پر مهال حاجیانو ته غوره خدمات وړاندې کوي.
اړوند موضوعات
سعودي حکومت هغه یمني وګړې نیولې دې چې ویلی یی وو چې د ملکه الزبتهه لپاره ی عمره ادا کړې ده
د غونډې په پای کې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال له خوا معتمرینو ته د سفر اسنادونه ورکړل شول.






