په لندن کښې د وزیراعظم شهباز شریف نواز شریف لیدنه

0
174

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په لندن کې د مسلم ليګ (ن) مشر او مشر ورور او پخواني وزیراعظم نواز شريف سره ليدلي دي، په مهمو موضوع ګانو او ستونزو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د مسلم ليګ (ن) له مخې په ملاقات كښې سناتور اسحاق ډار او سليمان شهباز هم موجود وو او ملاقات كښې د هېواد په مجموعي صورتحال خبرې وشوې۔
د غونډې نه وروستو نوازشريف راغلو چې شهبازشريف ته پخپله د وتلو اجازه ورکړي۔ په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې شهباز شريف ووئيل د سېلاب ځپلو لپاره 70 اربه روپۍ بېلې كړې شوې او سېلاب ځپلو كورنيو ته 25 زره روپۍ وركوي۔

ده ووئيل د سېلاب ځپلو په ځائې كښې وروڼه هېوادونه همكاري كوي او مرستې په پرله پسې توګه روانې دي۔
ياده دي وي چي وزيراعظم شهباز شريف د ملکه الزبتھ دوېم د آخری مراسمو کښې د ګډون لپاره برطانيې ته تللې دې۔

Leave a reply