د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به د امریکا اولس مشر سره لیدنه کوي

0
162

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف او د امريکې صدر جوبائيډن به د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ اجلاس په موقع ملاقات کوي۔

دبهرنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم به دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل اؤ دامريکا صدر په هرکلي کې گډون کوي چرته چې به دامريکا صدر سره خبرې اترې هم کوي.
د بيان ترمخه وزيراعظم شهباز شريف به د سپټمبر په 23مه نېټه د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ 77مې غونډې ته خطاب کوي، وزيراعظم به په خپله وينا کښې د سېلابونو، موسمي بدلون او په نړيواله کچه د ورپېښو ننګونو په اړه د پاکستان دريځ وړاندې کوي. او سیمه ایزې شخړې او جمو او کشمیر.

دبهرنيو چارو وزارت له مخې په دغه مهال به دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو په امريکا کې دلوړې کچې غونډې هم کوي، بلاول بهټو به ميډيا او تھنک ټينک سره خبرې اترې کوي او په بيلا بيلو غونډو کې به برخه اخلي.
نور خبرونه

په لندن کښې لیدنې او مهمې پریکړې شوي دي

د پاکستان اقتصادي بحران څخه د وتلو لپاره یو ښه خبر، سعودی عرب پاکستان ته د درې ملیارده ډالرو جمع کولو نیټه یو کال نوره هم غځولې ده

Leave a reply