په لندن کښې لیدنې او مهمې پریکړې شوي دي

0
79

باغی ټي وي رپورټ
په لندن کې د وزيراعظم شهباز شريف او د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف د ملاقات دننه کيسه مخې ته راغلې ده.

د نوازشريف او شهباز شريف تر منځ ليدنه شاوخوا درې نيم ساعته روانه وه. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د فشارونو سربېره پر خپل وخت د ټاکنو پر ترسره کېدو هوکړه وشوه او پرېکړه وشوه، چې حکومت به خپله اساسي موده پوره کوي.سرچینه وايي، د پنجاب حکومت د بدلولو هڅې هم روانې دي.

شهباز شريف په لندن کې له نوازشريف سره ليدلي او د هېواد په عمومي وضعيت يې خبرې کړې ديد پنجاب حکومت بدلولو په صورت کې د وزيراعلی لپاره د حمزه شهباز او نورو نومونو هم غور شوی دی.

خواجه اصف او مريم اورنګزېب چې په لندن کې وو په دې مهمه غونډه کې برخه نه وه اخيستې او په دې اړه خواجه اصف ويلي چې له خپل مشر سره د ليدو لپاره لندن ته راغلی و.
ياده دي وي چي وزيراعظم شهباز شريف لندن کښي د مسلم ليګ (ن) مشر ، پخواني وزیراعظم او خپل مشر ورور نواز شريف سره وليدل چي پکښي د ملک په مجموعي صورتحال باندي خبري اتري شوي۔

Leave a reply