چارسده کښې د عمران خان په فضل الرحمان ګوزارونه، مولانا فضل الرحمان د عمران خان ګوزارونه ته غبرګون ښودلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام او د پاکستان ډیموکریټک تحریک مشر مولانا فضل الرحمان یو ځل بیا د تحریک انصاف مشر عمران خان باندې نیوکې کړې، دا نیوکې هغه په داسې وخت کښې کړي چې پرون عمران خان د چارسدې په عوامي غونډه کښې یو ځل بیا په مولانا فضل الرحمان او ایم ولی خان نیوکې کړې وې.
د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمان د صوبايي جنرل کونسل غونډې ته د وينا په مهال وويل چې مونږ د فتن سره تعلق لرو کوم چې مونږ تباه کړے دے۔
دوی وویل چې هر ځل چې دا فتنی خبرې کوي نو هسې لافې وهي، هندي پیلوټ یې نیولی او په ۲۴ ساعتونو کې یې هند ته سپارلی، تاسو د پاکستان دولتي بانک ی هم IMF ته سپارلی دې.
د فوځ د مشر د ټاکلو او په هېواد کې د انتخاباتو په اړه د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې مولانا فضل الرحمان وويل چې پخوا به يې ويل چې د فوځ مشر دې ګوښه کړل شي، اوس وايي چې د فوځ مشر له دې ایکسټنشن ورکړل شي، هغه زیاته کړه چې د فوځ سرلښکر ټاکنه به وزیراعظم شهباز شریف کوي.
مولانا فضل الرحمان زياته کړه چې د بهرنۍ فنډنګ په مقدمه کې د ده غلا ښکاره شوې ده، که عدالت د ده په ضد پرېکړه وکړي، نو عدالت غلط دی او که اليکشن کمېشن د ده خلاف پرېکړه وکړي، نو تعصب کېږي.
دا خبرې د یادونې ده چې پرون د چارسدې په غونډه کښې عمران خان په مولانا فضل الرحمان نیوکې کړي وې ، د هغه په ضد ی ، د سیاسي کارپوهانو مطابق غیرسیاسی او غیر پارلیماني ټکي کارولی وو او په مولانا فضل الرحمان ی نیوکې کړې وې.
………
نور خبرونه
د ګومل پوهنتون د علي آمین ګنډا پور په ضد ایف ایی اې ته یو لیک استولې دې





