په سیلاب ځپلو سیمو کښې د خلکو ستونزې زیاتې شوې، په اوبو کښې د کشتۍ د کمښت په ځای خلک په کړهایانو کښې په سفرکولو مجبور دي
باغی ټي وي رپورټ
په بلوچستان او سنده کې سیلابونه دوام لری او خلک اړ دی چې د سیلاب ځپلو سیمو څخه د بیړیو د نه تګ له امله په کړهایانو کې سفر وکړی.
په سنده کې، د میهړ او سوپریو بندونو ترمنځ په سیلابی کلیو کې نور ۴۰۰ کورونه نړیدلي دي.
په سهون شهدادکوټ کښې لا هم څو فوټه اوبه شته، چټلې اوبه یوې خوا ته را ټولیږی ، له بل پلوه د تودوخې او رطوبت شدت هم زیات شوی دی ، چې له امله یې د کولرا ، اسهال ناروغیو د پیدا کیدو اندیښنه څرګنده شوې ده.
د ماشومانو څخه تر لویانو پورې قربانیان په کړاو اخته دی، په داسې حال کې چې په جوهی کې ، قربانیان د شپږو ورځو لپاره د برېښنا د بندولو له امله په غبرګو کړاوونو اخته شوي دی. .
ښاریان وایی چې د ګرمۍ او رطوبت له امله ماشومان او سپین ږیرې په ډول ډول ناروغیو اخته دی ، هغوي غوښتنه کړي چې په بیړني توګه دي بریښان بحال کړې ېشي. .
له بله خوا ، د پادیدن په سلګونو کلی اوس هم له نور سیمو څخه د سیلاب له امله بیل شوي دي ، د کشتیو د نشتوالی له امله قربانیان اړ دی چې په غټو کړهایانو کې سفر وکړی.
نور خبرونه
د پاکستان ټاکنو کمیشن په خیبر پښتونخوا کښې د ټاکنو د ضابط اخلاق څخه د سرغړونې نوټس اخستې دې