محمد صادق په کابل کښې اهم چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصو ر احمد په خپل ټویټر پانړه خبر اوتصویر خپور کړې چې د وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره خصوصي نماینده محمد صادق د روس، چین او د افغانستان پخواني اولس مشر حامد کرزی او نورو اهمو پخواني افغان چارواکو سره په کابل کښې ناسته کړې ده.
په دې ملاقاتونو کښې د پاکستان په افغانستان کښې د امن لپاره کړي کوششونو نه بهرني هیوادونو چارواکي او د پخواني افغان چارواکي خبر کړې شوي دي.
د پاکستان طرف نه دوی ته ژمنه څرګندنه شوي ده چې پاکستان په افغانستان کښې امن او خوشحالي غواړي او د امن راوستلو لپاره به پاکستان هروخت خپلې هلې ځلې جاري ساتي. یاده دې وي چې د پاکستان سفارتخانه په افغانستان کښې د راپیښ شوي سیاسي بدلون باوجود پرانستې ده، د هند سفارت په مکمله توګه تړل شوې دې چې ثابته وي چې پاکستان په افغانستان کښې د امن راوستلو لپاره څومره فعالې هلې ځلې کوي.
Special envoys of Pakistan, Russia and China during their visit to Kabul also called on former President Hamid Karzai and HCNR Chairman Dr. Abdullah Abdullah as part of engagement for lasting peace & stability in Afghanistan @ForeignOfficePk @PakinAfg pic.twitter.com/1GB72CKp48
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) September 21, 2021