افغان اولس دې د امارت اسلامی افغانستان ملاتړ وکړي: حاجی ابراهیم حقاني
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د لوی پکتیا یو شمیر مشرانو د امارت اسلامی رهبرۍ غړي او جهادي شخصیت حاجي ابراهیم حقاني سره وکتل.
په دې ملاقات کښې مشرانو د افغانستان نه شل کاله پس د جنګ په ختمیدو د خوښې څرګندونه وکړه، مشرانو د نړې به هیوادونو غږ وکړو چې افغان سولی خوښي دي او د سولې غوښتنه کوي.
د رهبرۍ غړي په پکیتان اولس غږ اوکړو او غوښتنه ی وکړه چې ټول اولس دې د امارت اسلامی ملاتړ اوکړي او په هیواد کښې دې د تل پاتې امن او خوشحالي راوستلو لپاره خپل مثبت او فعال رول ولوبوي.
مشر دا هم اوویل چې اولس دې د امارت اسلامی غړو سره ددې هیواد نه د نشیی توکو د ختمیدو لپاره هم همکاري وکړي. دوی اوویل چې طالبان غواړي چې په دې هیواد کښې یو د انصاف عدالتي نظام جوړ او پیل شي.
ده اوویل چې نن خوشحال یم چې هیواد مو د اولس په قربانیو د بهرنی اشغال نه خلاص شو او نن آزاد دې.
د رهبۍ غړي په مشرانو زور ورکړو چې په خپلو علاقو کښې د اسلام ضد کارونو مخینوۍ وکړی او د امارات اسلامی افغانستان ملاتړ وکړي.
حقاني اوویل چې د افغانستان خاوره نه غواړي دچا په ضد استعمال شی ، دوی اوویل چې اسلامی شریعت چې کوم حقونه ښځې او نارینه ته ورکړي هغه حقونه به امارت اسلامی افغانستان دوی ته ورکوي.
………………………………………….