د قطر امیر وایي چې نړیوال دې له طالبانو سره تعامل او اړیکو ته ادامه ورکړي

0
106

د قطر امیر وايي چې نړیوال دې له طالبانو سره اړیکو او تعامل ته ادامه ورکړي

نوموړي ویلي هڅه کوي په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه ختمه شي او نړیوال هم باید په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

 

(2021 / 9 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

قطر وایي نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره خپل تعامل ته ادامه ورکړي.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومې اسمبلې ته د خبرو پر مهال ویلي چې نړیوال باید په افغانستان کې د دایمي ثبات د راوستو لپاره هڅه وکړي.

دده په وینا نړیوالو ته په کار ده چې له طالبانو سره تعامل وکړي او له دغه ډلې سره اړیکو ته ادامه ورکړي څو وکړی شي په افغانستان کې دایمي ثبات ټینګ شي.

هغه زیاته کړې قطر تل په افغانستان کې له سوله ییزو لارو د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده او اوس هم پر همدې دریځ ولاړ دی. نوموړي ویلي هڅه کوي په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه ختمه شي او نړیوال هم باید په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

شیخ تمیم دغه راز ویلي چې افغانستان دمګړی په حساسه مرحله کې دی او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. دده په وینا ټولې نړۍ ته په کار ده چې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکړي او سیاسي اختلافات دې ددې مرستو د درولو لپاره مانع نه ګڼي.

Leave a reply