په فاریاب کې یوې ۲۱ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې ده

0
194

په فاریاب کې یوې ۲۱ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې ده

سرچینه زیاتوي، چې د دغې نجلۍ جسد د نورو څېړنو لپاره د اندخوی ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې هم په اندخوى ولسوالۍ کې يوې څلوېښت کلنې مېرمنې ځان زندۍ کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.

 

(2022 / 9 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

دغه پېښه تېره شپه د فارياب ولايت د خانچهارباغ ولسوالۍ د “اچتېپې” په کلي کې رامنځته شوې ده.

په خانچهارباغ ولسوالۍ کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د روزګل په نوم یوې ۲۱ کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغې نجلۍ د نامعلوم دليل له مخې په خپل کور کې ځان ځړولى او خپل ژوند يې پاى ته رسولى دى.

سرچینه زیاتوي، چې د دغې نجلۍ جسد د نورو څېړنو لپاره د اندخوی ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې هم په اندخوى ولسوالۍ کې يوې څلوېښت کلنې مېرمنې ځان زندۍ کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.

اړوند موضوعات:

فارياب کې يوې نجلۍ له خپل پلار سره له لفظي شخړې وروسته ځان وژنه وکړه

پخوا د داسې پېښو لامل کورنی تاوتربخوالی او خراب اقتصادي وضعت ښودل شوی ؤ.

 

Leave a reply