کرېکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

0
107

کرېکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

په غوره شویو لوبغاړو کې محمدنبي د لوبډلمشر، نجیب‌الله ځدراڼ د مرستیال لوبډلمشر، رحمان‌الله ګُربز د ویکټ ساتونکي او حضرت‌الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، راشد خان، قیس‌احمد، مجیب‌الرحمان، فضل‌الحق فاروقي، فریداحمد ملک، نوین‌الحق او سلیم ساپی د لوبغاړو په توګه د یاد جام سیالیو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

 

(2022 / 9 / 15    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان کرېکټ بورډ د شل‌اوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان کړه.

دغې ادارې پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د کرېکټ‌ بورډ د غوراوي کمېټې د یاد جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کړې او ورسره یې څلورو نورو احتیاطي لوبغاړو ته هم په‌کې ځای ورکړی دی.

په غوره شویو لوبغاړو کې محمدنبي د لوبډلمشر، نجیب‌الله ځدراڼ د مرستیال لوبډلمشر، رحمان‌الله ګُربز د ویکټ ساتونکي او حضرت‌الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، راشد خان، قیس‌احمد، مجیب‌الرحمان، فضل‌الحق فاروقي، فریداحمد ملک، نوین‌الحق او سلیم ساپی د لوبغاړو په توګه د یاد جام سیالیو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

همداراز، شرف‌الدین اشرف، رحمت‌شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

ټاکل شوې د کرېکټ شل‌اوریز نړیوال جام د را روانې اکټوبر میاشتې په ۱۶مه د اسټرالیا په کوربه‌توب پیل او د نومبر تر دیارلسمې پورې دوام وکړي.

Leave a reply