د تخليې ماموریت پر مهال له افغانستان نه تللي لسګونه افغان کډوال له جاپان هېواد نه بیرته افغانستان ته راوګرځېدل

0
98

د تخليې ماموریت پر مهال له افغانستان نه تللي لسګونه افغان کډوال له جاپان هېواد نه بیرته افغانستان ته راوګرځېدل 

جاپان ته تللو يو شمېر افغانانو ويلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دوی سره د اسنادو په ترلاسه کولو او اقتصادي برخه کې همکاري نه کوي، ځکه دوی اړ دي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

 

(2022 / 9 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

۱۶۹ تنه هغه افغانان چې د تخلیې په پروګرام کې جاپان ته تللي وو، د اقتصادي ستونزو له امله یی لسګونه کسان بېرته هېواد ته ستانه شوي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، چی دغه ۱۶۹ کسان هغه افغانان او د کورنۍ غړي يې دي چې ډېری یې په کابل کې د جاپان په سفارت کې دندې لرلې.

د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو څخه یی ۹۸ تنو ته جاپان د کډوالۍ دريځ ورکړی، خو ۵۸ نور کسان یې دامنيتي ګواښونو سره سره بېرته افغانستان ته او اوه نور کسان یی بریتانیا او امریکا ته تللي دي.

په راپور کې راغلي، که څه هم جاپان د کډوالو دمنلو سخته تګلاره لري، خو بیا یې هم ۹۸ افغانانو ته دا دریځ ورکړی دی.

اړوند موضوعات: 

پناهندگانی که به جاپان رفته اند از رفتار این کشور شکایت دارند  

جاپان ته تللو يو شمېر افغانانو ويلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دوی سره د اسنادو په ترلاسه کولو او اقتصادي برخه کې همکاري نه کوي، ځکه دوی اړ دي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

Leave a reply