پاکستان د نړۍ د تودوخي د زیاتوالۍ څخه بد متاثره دې ، باید پاکستان سره مرستې وشي: انتونیو ګوتریس

0
152

باغی ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس ویلي، د نړۍ د تودوخې د زیاتوالي پړه پر پاکستان نه ده، بلکې پاکستان تر ټولو زیات د نړۍ د دتودوخي د زیاتوالۍ څخه بد متاثره دی، نړۍ باید د پاکستان سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د سېلاب له امله پاکستان ته لومړنی زیان ۳۰ میلیارده ډالره رسېدلی او په پرله پسې ډول زیاتېږي.

هغه وويل، دا د پيوستون اړتيا نه، بلکې د عدالت غوښتنه ده، نړيواله ټولنه بايد خپل مسووليت ادا کړي، په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې د تودوخې په زياتوالي يې ځمکه زيانمنه کړې ده.
دوی وویل چې موږ د فطرت سره جګړه وکړه، فطرت شاته وغورځاوه او په موږ یې په ویجاړونکي ډول برید وکړ خو زیان یې هغو کسانو ته ورساوه چې ګناه یې نه وي.

هغه وویل چې پاکستان چې نن په کوم ځای کې ولاړ دی سبا به ستاسو هیواد هم هلته وي، موږ یې باید ودروو او سمدستي یې ودروو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس د پاکستان د پورونو په بیرته ورکولو کې د مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د سیلابونو له امله د پاکستان لومړنی زیان ۳۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې ښايي نور هم زیات شي.
نور خبرونه

د اسرایل لومړي وزیر فلسطینۍ خبریالۍ شیرین ابو عقیله په وژنه کښې د لاس لرلو اسرایلي فوځي افسر ته د سزا ورکولو وړاندیز رد کړې دې

د پاکستان کرکټ لوبډلې څخه تاریخي ماتې، هند لوبډله وس بهانې لټوي او د ماتې پړه په پاکستان ټیم ور اچوي

د برتانیه ملکه د څومره مال دولت مالکه وه، څومره وخت ی باچاهي وکړه؟

Leave a reply