د اسرایل لومړي وزیر فلسطینۍ خبریالۍ شیرین ابو عقیله په وژنه کښې د لاس لرلو اسرایلي فوځي افسر ته د سزا ورکولو وړاندیز رد کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د اسراييلو لومړي وزير ياير ليپيد د فلسطيني خبريال شيرين ابو عقيله په وژنه کې د لاس لرلو پوځي افسر ته د سزا ورکولو وړانديز رد کړ.
د يو بهرني خبري اژانس له مخې د اسراييلو لومړي وزير ياير ليپېډ وايي، اجازه به ور نه کړي چې خپل چارواکي د بهرنۍ ستاينې لپاره محاکمه شي.
یایر لپید وویل چې هیڅوک نشي کولی د وضعیت سره د معاملې لپاره مقررات وټاکي.
د يادونې وړ ده، چې د اسراييلو پوځ ويلي وو، چې شيرين ابو عقيله په تصادفي ډول د يوه اسرائيلي سرتېري له خوا په ډزو ويشتل شوې، چې له امله يې امريکا له اسرائيلو غوښتي، چې د شيرين د وژنې عاملين محاکمه کړي.
د يادونې وړ ده چې د الجزيرې ښځينه خبرياله شيرين ابو عقيله د مې په يوولسمه نېټه په لويديځه غاړه کې د خپلې مسلکي دندې پر مهال د اسرائيلي پوځ لخوا په ډزو ووژل شوه.





