د بلوچستان د بیا رغونې لپاره ۲۰۰ ملیارده روپۍ په کار دي
باغی ټي وي رپورټ
د ریونیو بورډ لوړ پوړي غړي د بلوچستان کابینې ته وویل چې د بلوچستان سیلاب ځپلو ضلعو کې د بیارغونې او جوړولو لپاره 200 اربه روپۍ پکار دي.
کابينې ته د وروستيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو، امدادي فعاليتونو او د بيا رغاونې د اقداماتو په اړه بريفنګ ورکولو سره هغه وويل چې د سېلاب له امله ٢٦٣ کسان مړه شوي او د ٥ لاکه نه زيات څاروي مړه شوي دي.
بريفنګ کښې وئيلي شوي وو چې 65 زره کورونه په مکمله توګه تباه شوي او 120 زره کورونه په جزوي توګه تباه شوي دي۔
سينئر غړي زياته کړه چې دسيلاب له امله 103 بندونه اغيزمن شوي، 9 لاکه ايکړه کرنيزه سيمه زيانمنه شوې ده.
دکابينې غونډې ته وئيل شوي چې تر دې مهاله دجگړې ځپلو ضلعو څخه 125 زره کسان ايستل شوي اؤ يو لک متاثره خلکو ته رسيدلي دي، اغيزمنو خلکو ته خوراکي اؤ غير خوراکي مواد ورکول کيږي.
تر اوسه د اتو کسانو په ګډون ۱۱ لاکه ۸ زره ۵۸۹ کورنیو ته د یوې میاشتې راشن او ۵۶ زره خیمې او نور خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
کابينې ته وويل شول چې په متاثره ضلعو کې د بحالۍ او تعمير لپاره 200 اربه روپۍ پکار دي او په ټوله صوبه کې د متاثره شوو املاکونو او زرعي زمکو د بحالۍ تخمينه 56.5 اربه روپۍ ده
نور خبرونه
سندهه کښې د سیلابونو له وجهې ۱۲۰۰ د صحت مرکزونه ویجاړ شوي دي