بلوچستان کښې د سیلابونو له امله د مړو شمیر ۲۶۷ ته رسیدلې ده
باغی ټي وي رپورټ
په بلوچستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو له امله د څلورو نورو کسانو د مړینې پخلی شوی چې له دې سره په صوبه کې د مړو شمېر ۲۶۷ ته رسېدلی دی.
په ټول ولايت کې ۶۴ زره ۳۸۵ کورونه زيانمن شوي او د ۱۵۰۰ کيلومترو په اوږدو کې بېلابېلې لويې لارې هم سختې اغېزمنې شوې دي.
د صوبې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې (PDMA) لخوا د جاري شوي راپور له مخې په تیرو 24 ساعتونو کې د بارانونو او سیلابونو اړوند پیښو له امله 4 نور مړه شوي دي.
د جون له لومړۍ نیټې راهیسې په بلوچستان کې ۲۶۷ کسان وژل شوي چې ۱۲۶ نارینه، ۵۹ ښځې او ۸۲ ماشومان دي.
په ټوله صوبه کښې د بارانونو له وجې په مختلفو حادثو کښې تر ټولو زيات ٢٧ کسان په کوئټه، ٢١، لسبيله او ژوب نه ٢١ کسان مړه او ١٦٦ کسان ژوبل شوي دي.
په ټوله صوبه کښې د بارانونو له وجې په مختلفو حادثو کښې تر ټولو زيات ٢٧ کسان په کوئټه، ٢١، لسبيله او ژوب نه ٢١ کسان مړه او ١٦٦ کسان ژوبل شوي دي.
په بلوچستان کې د سېلابونو او بارانونو له امله ۶۴ زره ۳۸۵ کورونه زیانمن شوي دي.تر اوسه په دغه ولايت کې د سيلابونو له امله په ټوليز ډول په دوه لکه جريبه ځمکه ولاړ فصلونه زيانمن شوي او ٢٢ پلونه نړېدلي دي.
نور خبرونه
سندهه کښې د سیلابونو له وجهې ۱۲۰۰ د صحت مرکزونه ویجاړ شوي دي