د پاکستان قرض ۵۰ زره او ۵۰۳ ملیارده روپیو ته رسیدلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې د وفاقي حکومت د پور اندازه ۵۰ زره ۵۰۳ اربه روپو ته رسېدلې ده.
د سټيټ بينک لخوا جاري شوي شميرو له مخې د ۲۰۲۱ کال د جولای نه تر ۲۰۲۲ کال پورې د حکومت قرض ۲۷ فيصده زيات شوی، د حکومت ځايي قرض ۳۱ زره اربه روپۍ او په يو کال کې د حکومت ځايي قرضه ۱۶ فيصده زياته شوې ده.
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، د حکومت بهرنۍ پور ۱۹ زره میلیارده افغانۍ دي او په یوه کال کې د هېواد بهرنۍ پور ۴۹ سلنه زیات شوی دی.
ياده دې وي، چې پاکستان په دې وروستيو کې له IMF سره د يو ميليارد ١٧ ميليونه ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک کړى، چې لومړى قسط يې پاکستان ترلاسه کړى دى.
دا خبره د یادونې ده چې تیره میاشت
آیی ایم ایف پاکستان ته نوي قرض ورکولو معاهده منظوره کړې ده
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) اجرایوي بورډ له پاکستان سره د کارکونکو په کچه تړون تصویب کړو.
د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي بورډ له پاکستان سره د کارکوونکو د کچې د تړون د تصویب لپاره غونډه وکړه.
د IMF بورډ پاکستان ته د شاوخوا 1.17 ملیارد ډالرو د ورکولو منظوري ورکړه او دا پور به روانه اونۍ د IMF لخوا پاکستان ته انتقال شي.
بل خوا د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د آئي اېم اېف بورډ لخوا د قرضې منظوري وركړې او وئيلي ئې دي چې الحمد لله د آئي اېم اېف بورډ د توسيع فنډ سهولت منظور كړے دې.
………………………
نور خبرونه






