سکهر ته د عمران خان دوره د سختو نیوکو لاندې راغلې ده

0
176

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د سندهـ سکر ښار د سېلاب ځپلو کيمپونو دوره د سختو نيوکو لاندې راغلې ده.

په سکر کښي د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د جشن په ماحول کښې ګمارونکو ته د خوراک څښاک ورکولو سټائل په سوشل ميډيا تر نيوکې لاندي دي.

ځینو د عمران خان دغه سټایل یوه شاهي میلمستیا بللې، ځینو یې د عکس سیشن بللی او ځینو یې د کمرې مخې ته یوه ښیګڼه بللې ده.
ه یوازې دا چې د ډوډۍ خوړلو په میز کې ناست خلک سیلاب ځپلي دي یا د عکس سیشن لپاره رابلل شوي خلک؟ خلکو هم په دې اړه شکونه څرګند کړل.

بل خوا د عمران خان په بلنه کې د ګډون کوونکو سیلاب ځپلو کسانو د هویت په اړه هم قیاسونه روان دي.
ياده دې وي چې په سکهر کې هم د عمران خان د هرکلي په مراسمو کې د کارګرانو تر منځ نښته شوې وه، چې په ترڅ کې يې يو تن له عمران خان هم پوښتنه کړې وه، چې کله سکهر به اوبو کښې ډوب شوې وو نو هغه چېرته و، ددې پوښتنې په اړه عمران خان دغه پوښتنه له پامه غورځولې وه.

نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف ته تر ټولو زیاتې قیمتي ډالۍ ورکړل شوي، ټولې په توشه خانه کښې جمع دي

زما مقصد ښځينه جج ته ازار رسول نه وو، عمران خان، د عدالت او قاضیاتو تل عزت کووم: عمران

د پاکستان فوځ په ضد د بغاوت بیان، د لاهور په ځایی عدالت کښې د عمران خان په ضد مقدمه درج شوې

Leave a reply