کویټه کښې د نشه ی توکو قاچاق کوونکو په ضد کاروایی شوې ده

0
210

باغی ټي وي رپورټ
پوليس د کوئټه سرکلر روډ ښار ناله کښي د نشه اي توکو د کاروباريانو خلاف کاروائي کړي ده۔

دپوليسو دعملياتو په مهال دنشه يي توکو ٨ تنه تورن کسان د ډزو په تبادله کې ووژل شول او دښار په ناله کې د نشه يي توکو څو موقتي کارخانې له منځه يوړل شوې.

دپوليسو دڅرګندونو له مخې: له دغوکسانو څخه يوه اندازه وسلې او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي .
سرچينه زياتوي، چې په نښته کې د وژل شويو نشه يي توکو د پلورونکو جسدونه د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا خبره مهمه ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان اولس مشر په یو بل باندې لاسلیک وکړو، ددې بل ترمخه به هغه کسان چې تر ۴ کلوګرام آیس او نشه ی توکو سره ونیول شوي د مرګ سزا ورکړل شي.
د نشه ی توکو په ضد مبارزه کوونکو او عام اولس ددې بل مخې ته راړولو هرکلې کړي دې او غوښتنه ی کړې ده چې دا بل دې سل په سله عملي کړې شی چې په ملک کښې د نشه ی توکو دا ناوړه کاروبار مخه و نیول شي.
نورخبرونه

وزیراعظم شهباز شریف ته تر ټولو زیاتې قیمتي ډالۍ ورکړل شوي، ټولې په توشه خانه کښې جمع دي

Leave a reply