قریشي د ملګري ملتونو خبریالانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

0
180

باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو په شپږ اویایم 76 عمومي غونډه کښې ګډون لپاره د پاکستان وفد د وزیر خارجه شاه محمود قریشي په مشرې کښې نیویارک ته رسیدلې.
قریشي په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د ملګري ملتونو خبریالانو سره په اولنې غونډه کښې په یو شمیر مسلو ټینګار کړې .
قریشي لیکي چې د ملګري ملتونو نمانیدګان مې د هغه مسلو او مشکلاتو نه خبر کړل کوم به چې د پاکستان حکومت له طرف نه د ملګري ملتونو په عمومي غونډه کښې به ی وړاندې کړي.
قریشي وایی چې په خاصه توګه مې د یو این خبریالان ددې نه خبر کړل چې په افغانستان کښې نن د امن راوستلواو اقتصادي ترقۍ او خوشحالۍ ته ضرورت دې او د علاقایی امن و امان لپاره د کشمیر تنازعه هوارول هم ډیر اړین دی.

Leave a reply