د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن د قطر د سفیر سعید مبارک سره کتلي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن د قطر د سفیر سعید مبارک سره کتلي دي. په دغه لیدنه کې د افغانستان په اوضاع او نورو اړینو مسایلو بحث شوی دی.
په دغه لیدنه کې دواړه لورو په دوه اړخیزه اړیکو ټینګار وکړ. پر دې سربېره د کابل هوايي ډګر په اړه ځینې مسایلو باندې بحث وشو همدا راز په دې موافقه وشوه چې افغانستان ته د بهرنیانو تک راتګ اسانه شي.
په دغه ناسته کې د افغانستان باندې لګیدلي بندیزونو لرې کولو هم بحث وشو. همدا راز د نوي حکومت د رسمیت پيژندلو باندې هم خبرې وشوې.
سرپرست وزیر د قطر له هیواد مننه وکړه چې د کابل هوايي ډګر يې فعال کړی دی.