د نیب په قانون کښې ۸۵ سلنه بدلون د پاکستان تحریک انصاف حکومت کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د قانون وزير اعظم نذير تارړ دعوه کړې ده چې د احتساب په قانون کې 85 فيصده ترميمونه هغه دي چې د پي ټي ائي حکومت د 2 آرډينينسونو له لارې کړي دي.
د سېنېټ غونډې ته د وينا په مهال نوموړي وويل په کال ۲۰۰۲م کې د قامي اسمبلۍ غړي نيب ته وړل شوي وو او د سرکاري پارټۍ په ټکټ يې انتخابات اوکړل، هو دا د دواړو غټو ګوندونو ګناه وه چې بايد دغه تور قانون بدل کړي.
اپوزيشن غړو په لاسونو تورې پټۍ تړلو سره د نيب ترميم په ضد سېنېټ کښې ګډون اوکړو۔
اپوزيشن ليډر ډاکټر شهزاد وسيم وويل نن اين آر او 2 ورکړل شوى دى. د قامي اسمبلۍ غړې نذیر تارړ ویلي د احتساب قانون کې ۸۵ فیصده ترمیمات د پي ټي ايي حکومت د دوو آرډیننسونو له لارې کړي دي. نیب به د ترمیم په اړه په هر شق باندې اپوزیسیون راضي کوي.
سينيټر شهزاد وسيم وويل نن توره ورځ ده، مونږ د نيب د ترميم په ضد تورې ټيټې اغوستلو سره په غونډه کې برخه اخلو. NRO 2 نن ورکړل شو. په این آر او ون کې لوی ګوندونه سره ناست او بحثونه کوي. په دې کور کې دوی د نیب قانون وژلی، په لاسونه یې داغ دي، د دوی د این آر او فیس یې اخیستي دي.






