امریکا؛ خپل هغه ځواکونه تقدیروي چې افغانستان کې یې د تخلیې ماموریت کې ګډون کړی ؤ

امریکا؛ خپل هغه ځواکونه تقدیروي چې افغانستان کې یې د تخلیې ماموریت کې ګډون کړی ؤ
د امريکا د دفاع وزير لويډ آسټن د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۹ مه) وويل، د ولسمشر جوبایډن د حکم له مخې، يو شمېر هغو سرتېرو ته چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د ايستلو په ماموريت کې يې دنده ترسره کړې، د برياليو قطعاتو د ستاينې پلاک به ورکړل شي.
(2022 / 9 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خپلو هغو سرتېرو ستاینه کوي چې د کابل په هوايي ډګر کې یې د ایستلو په ماموریت کې دنده ترسره کړې ده.
د امريکا د دفاع وزير لويډ آسټن د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۹ مه) وويل، د ولسمشر جوبایډن د حکم له مخې، يو شمېر هغو سرتېرو ته چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د ايستلو په ماموريت کې يې دنده ترسره کړې، د برياليو قطعاتو د ستاينې پلاک به ورکړل شي.
لويد آسټن زياته کړه، چې امريکايي ځواکونه د “خطرناک ماموريت” په ترڅ کې وتوانېدل چې تر 124000 ډېر افغان اتباع انتقال کړي. هغه زیاته کړه: “هیڅ بل کمپ نشي کولی په دومره سختو شرایطو کې په دومره لنډ وخت کې دومره ډیر ژوند وژغوري.” ښاغلي آسټن زیاته کړه چې د “الوتکو او لوژیستیکي وړتیاوو او د امریکايي پوځیانو شفقت، مهارت او سرښندنې” دغه ماموریت ممکن کړی دی.
لويډ آسټن وويل، چې د دغه هېواد پوځ له ٨٠ زره ډېرو افغانانو سره د استوګنې، خوراکي توکو او روغتيايي خدمتونو په برخو کې مرسته کړې ده. د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د وتلو بهیر چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۳۰ مه پیل شو، له ګډوډۍ سره مخ شو او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۰مه له افغانستانه وروستی امریکايي پوځي ووتل.
د ایستلو د بهیر په ترڅ کې د کابل له هوايي ډګر بهر د داعش-خراسان ډلې په ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.
اړوند موضوعات:
په همدې حال کې ط البانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لومړۍ کلیزه ولمانځله او له دغه هېواده یې د بهرنیو ځواکونو وتل د دوی بریا وبلله. خو د تېر کال په اوږدو کې د هیبت الله اخندزاده په ګډون د دغې ډلې لوړپوړو چارواکو په وار وار له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده.






