امریکا د تخلیې ماموریت پۀ اړه د پلټنود بشپړېدو خبر ورکړی دی

امریکا د تخلیې ماموریت پۀ اړه د پلټنود بشپړېدو خبر ورکړی دی
د امریکا درې ادارې، کانګریس، دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې په افغانستان کې د سقوط پر اصلي لاملونو او د تخلیې ماموریت په اړه خپل راپورونه جوړ کړي او د امریکا د راتلونکو سیاستونو لپاره ترې استفاده وکړي.
(2022 / 5 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وايي د تخلیې ماموریت په اړه یې خپلې پلټنې پای ته رسولې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی په افغانستان کې د پخواني حکومت د سقوط او تخلیې ماموریت په اړه خپلې پلټنې پای ته رسولې دي.
د دغه وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی ژمنه کړې وه چې د مارچ او اپرېل په میاشتو کې به دغه راپور خپروي، خو دمګړی یې د تخلیې ماموریت اړوند راپور باندې بیا کتنه روانه ده چې تر هغه وروسته به خپرېږي.
نوموړي دا نه دي ویلي چې په راپور کې څه راغلي خو وایي چې تر بیا کتنې وروسته به له ټولو جزیاتو سره له رسنیو سره شریک کړل شي.