عمران ته پته نشته چې د مور او خور عزت څه ته ویل کیږي: میا نواز شریف

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر او پخواني لومړي وزير نواز شريف د پاکستان د تحريک انصاف پر مشر عمران خان نيوکې کړي دي.
لندن کې ميډيا سره خبرو کې نوازشريف وويل چې عمران خان چې په پاکستان کښې کومه تباهۍ کړې ده ددي هيواد په تاريخ کې بې مثاله ده او ښايي په راتلونکي کې هم ونه موندل شي.
پخواني وزيراعظم وويل عمران خان ته دا پته نشته چې د مور او خور عزت څه ته ويل کيږي، هغه ته زمونږ په ټولنه او اسلامي ټولنه کې د ښځو د عزت او مقام پته نشته.
هغه اوویل چې عمران خان د مدینې ریاست نامه اخلي خو داسې ناوړه حرکتونه کوي چې د دنیا په ناوړه نه ناوړه ټولنه کښې په نظر نه راځي.
ده ووئيل چې عمران خان په هر میدان كښې چې كوم كار كړے د پاكستان په راتلونكې به دومره ژوره اغیزه ولري چې بيا به يې هوارول ګران وي، د هېواد اقتصاد، ټولنه، اخلاق ی تباه کړي او د بې حيايۍ د كلتور بنياد ی ایښې دې.
د یادونې ده چې پرون عوامي غونډې ته په وینا کښې پخواني وزیراعظم د پخواني وزیراعظم میا نواز شریف د لور د پاکستان مسلم لیګ ن مشرې مریم نواز په اړه ډیر د سپکاوي ټکي وکارول چې وروسته ی د سیاسي او غیر سیاسی مشرانو په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده. سیاسي مشران وایی او په عمران خان ی نیوکه کړې چې یو سیاسي مشر او چې بیا د پاکستان وزیراعظم هم پاتې وی، داسې د یو میرمنې په اړه د سپکاوي ټکي کارول مناسب کار نه دې او دا د اسلام او اخلاقو څخه سرغړونه ده.






