یونسیف خبر ورکړی چې افغانستان کې لس میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

0
99

یونسیف خبر ورکړی چې افغانستان کې لس میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان له بشري اړخه له ناوړه وضعیت سره مخ دی او لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

 

(2021 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې لس میلیونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان له بشري اړخه له ناوړه وضعیت سره مخ دی او لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

سرچینه کاږي چې دمګړی په افغانستان کې لس میلیونه ماشومان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او که پر وخت دغه مرستې نه رسېږي نو د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو احتمال شته دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو نورو مرستندویه برخو هم په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو اټکل کړی دی او له نړیوالو یې غوښتي چې دلته په خپلو بشردوستانه مرستو کې ډېروالی راولي.

Leave a reply