ملګري ملتونه وايي چې نړۍ د جګړې او کرونا په څېر سترو ګواښونو سره مخ ده

0
85

ملګري ملتونه وايي چې نړۍ د جګړې او کرونا په څېر سترو ګواښونو سره مخ ده

ملګري ملتونه وایي نړۍ له سختو ګواښونو سره مخ ده. ټاکل شوې چې د افغانستان په وخت نن مازیګر د ملګرو متلونو ۷۶مه عمومي اسمبله پيل شي.

 

(2021 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

ملګري ملتونه وایي نړۍ له سختو ګواښونو سره مخ ده. ټاکل شوې چې د افغانستان په وخت نن مازیګر د ملګرو متلونو ۷۶مه عمومي اسمبله پيل شي.

ددې اسمبلې د پرانیستې مراسمو ته د ملګرو متلونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د خبرو پر مهال وویل چې نړۍ د جګړې، کووید ۱۹ او اقلیمي بدلون په څېر سختو ګواښونو سره مخ ده او د نړۍ مشرانو ته په کار ده چې د ځان او نړۍ د ژغورلو لپاره سره یو لاس شي.

هغه همدا راز له سوله ییزو لارو د جګړو پر ختمولو، د بشري حقونو پر خوندي کولو او د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی.

ګوتریش دغه راز د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ وروستي کشمکشونه هم د نړۍ په زیان بللي دي او پر دوی یې غږ کړی چې په خپلو اړیکو کې نرمښت راولي.

ټاکل شوې چې دې غونډې ته به د غړو هېوادونو استازي او ولسمشران خپلې ویناوې واورې.

Leave a reply