کرونا وبا ؛ امریکا د سفر ځینې محدودیتونه لرې کړي دي

0
125

کرونا وبا ؛ امریکا د سفر ځینې محدودیتونه لرې کړي دي

د امریکا روغتیايي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې کرونا وبا ورو ورو مخ په کمېدو ده او په ډېری برخو کې واکسین جبري شوي نو له دې امله تمه شته چې په بشپړه توګه د کرونا وبا د ختمولو لپاره همغږي رامنځ ته شي.

(2021 / 9 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

امریکا وایي د سفرونو په بندیزونو کې یې نرمښت راوستی دی. امریکا چې د کرونا د پراختیا له امله په سفرونو کې محدودیتونه راوستي وو، تازه یې ویلي هر هغه وګړی امریکا ته سفر کولی شي چې د کرونا ضد دوه دوزه واکسین یې کړي وي.

امریکا همدا راز ویلي هغه امریکایي وګړي چې کرونا واکسین یې نه وي کړي هم، له نورو هېوادونو امریکا ته تللی شي خو په دې شرط چې د کووید ۱۹ د ازمویښت منفي پایله له ځان سره ولري.

Leave a reply