بایډن: افغانستان کې وروستی برید تراژیدي ده د پلټنو ملاتړی یې یم

بایډن: افغانستان برید تراژیدي ده او د پلټنو ملاتړی یې یم
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو وروستی هوايي برید چې ملکي کسان پکې وژل شوي یوه تراژیدي ده او باید په اړه یې پلټنه وشي.
(2021 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو وروستی هوايي برید چې ملکي کسان پکې وژل شوي یوه تراژیدي ده او باید په اړه یې پلټنه وشي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې تازه د بايډن له قوله رسنیو ته ویلي چې بایډن ته د افغانستان وروستي هوايي برید په اړه معلومات ورکړل شوي دي او نوموړي د څېړنو امر ورکړی دی.
بل خوا د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم یاد برید د نالایقه جنرالانو کار بللی او دا یې د بایډن د ادارې کمزوري ګڼلې.
د بښنې نړیوال سازمان بیا ویلي چې د یاد برید د قربانیانو کورنۍ ته دې تاوان ورکړل شي او عاملین باید محکمه شي.
د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال امریکايي الوتکو د کابل هوايي ډګر ته نیږدې په یوۀ کور هوايي برید وکړ چې پایله کې یې شپږ کسه ووژل شول، سر کې دوی یاد کسان د داعش غړي وګڼل؛ خو وروسته جوته شوه چې دوی هېڅ کومې ډلې پورې نه ؤ تړلي.





