چین د افغانستان نزدې ګاونډي دې، نزدې اړیکې به ورسره ساتو: د چین صدر
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان ګاونډی هیواد چین صدر په تاجکستان کښې ویلي دي چې د افغانستان سره به نزدې اړیکې ساتو او دا ځکه چې افغانستان د چین نزدې ملګرې او ګاونډي هیواد دې .
په تاجکستان کښې د شنګهایی تعاون کانفرنس په دوران د چین صدر د افغان مسله هوارولو لپاره درې ټکې ایجنډا وړاندې کړه.
په دې ایجنډا کښې کښې ویل شوي چې افغانستان حکومت دې ټول ګروپونو سره خبره وکړي او د مسله حل دې د خبرو لارې را اوباسي. افغان اولس له دې موقع ورکړې شي چې د ملک راروان وخت فیصله وکړه.
د چین صدر اوویل چې په افغانستان کښې امن او خوشحالي راتلونکې ده او جنګ ختمیدونکې دې. چین صدر اوویل چې افغانستان سره به نزدې اړیکي ساتو.
د چین صدر اوویل چې د افغانستان جنګ ذمه واران امریکا او د امریکا اتحادیان دي.