جرمني سفیر د پاکستان رول ستایلې دې
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2021/09/pak-german-flags.webp)
باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کښې امن او خوشحالی راوستلو لپاره د جرمني هیواد په پاکستان کښې سفیر برنارډ ددې هیواد رول ستاینه کړي ده.
برنارډ ویلي دې چې د طالبانو او امریکا په مینځ کښې د امن خبرو لار پاکستان جوړه کړه او نن افغانستان د امن په لور روان دې.
برنارډ اوویل چې د افغانستان د امن په اړه د پاکستان رول ټولې نړۍ هم منلې دې.
د اسلام آباد اې پي پي رسنې په یو رپورټ کښې ویل شوې دې چې برنارډ زیات کړه چې په افغانستان کښې یو جامع او ټولشموله حکومت په دې هیواد کښې د امن راوستلو او ترقې لپاره ډیر ضروري دې.
د جرمني سفارت خبر پانړې مطابق جرمني هم تسلیموي چې پاکستان د افغانستان په امن راوستلو کښې اهم رول ادا کړې دې .
دوی ددې باور څرګندونه هم وکړه چې پاکستان به په راروان وخت کښې هم د افغانستان امن لپاره کردار ادا کوي، پاکستان وس هم هڅه کوي چې په افغانستان کښې یو ټولشموله حکومت جوړ شي.
ده اوویل چې د افغانستان ګاونډی هیوادونه هم د افغان خاورې امن ددې منطقې لپاره ډیر ګټور ګنړی او وایی چې په دې هیواد کښې امن د ټولو په فایده کښې دې.