افغان خبریالانو نړیوالو صحافتي تنظیمونه ته اپیل کړې دې
باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کښې میشت د مختلف ملکي او غیرملکي رسنیو سره کارکوونکو خبریالانو نړيوال د صحافت تنظیمونه ته اپیل کړې چې په افغانستان کښې دې د صحافت آزادۍ ته تحفظ ورکړې شي او د خبریالانو تحفظ دې هم یقیني کړې شي.
د پایه تخت کابل نه د آن لاین خبري ایجنسۍ په یو رپورټ کښې ویل شوي چې د افغانستان د سلو نه زیات خبریالانو آر ایس ایف( رپورټرز وید آووټ بارډرز، یعني بې پولې خبریالان ) سازمان ته یو خط لیکلې چې پکښې لیکل شوي چې په افغانستان کښې د خبریالانو او نورو د رسنیو اهلکارو ژوند ته تحفظ ورکړې شي.
د لیکلي خط مطابق په افغانستان کښې په خبریالانو د طالبانو تشدد او حملې او د رسنیو په کار کښې د طالبانو مداخلت په وجه د خبریالانو ډار لا زیات شوي دې او دوي ډیر ځان په خطر کښې محسوسوي.
په دې خط باندې ډیر خبریالانو لاس لیکونو کړي دي، هغه خبریالانو هم په دې لاس لیک کړې چې په افغانستان کښې دې، بعضې خبریالان په هیواد کښې پټ شوي دي او لس داسې خبریالانو هم به دې خط لاس لیک کړې چې د هیواد نه بهر تللي دي.