په کابل هوایی ډګر ځان مرګي برید د هند په کالج کښې یو زده کوونکې کړې وو

0
87

باغي ټي وي رپورټ
د کابل هوایی ډګر په دروازه ځانمرګي برید هغه تن کړې وو چې د هند یو کالج زده کوونکې وو.
د یو بین الاقوامي رسنې مطابق د داعش په یو میګزین کښې رپورټ چاپ شوې چې پکښې دا ویل شوي چې د داعش له طرف نه دغه ځانمرګي برید د بهارتي ښار فرید آباد یو زده کوونکې عبدالرحمان اللغوري کړې وو.

د رپورټ مطابق دې زده کوونکې په کال ۲۰۱۶ کښې په هریانه کښې یو کالج کښې داخله اخستې وو، ددې زده کوونکې د هند په کالج کښې د زده کړو تصدیق هندي چارواکو هم کړې دې.
د هند خفیه ایجنسي را یو اهلکار هندي رسنیو ته ددې زده کوونکي تصدیق کړې او ویلي ی دي چې په کالج کښې د زده کړو په ځای به عبدالرحمان دهلي ته تلوراتلو او په دهلي کښې ی د ډیر ځایونو تصویرو هم ویستلي وو.
یاده دې وی د کابل په هوایی ډګر دا ځانمرګي برید په هغه وخت وشو چې په ګنړ شمیر کښې افغانان او بهرنی ځواکونه په دروازه موجود وو.
په دې برید کښې ۱۳ امریکایی فوځیان او ۱۷۰ نه زیات افغان وګړي هم شامل وو، په دې کښې ډیرې داسې افغان کورنې شاملې وو چې دهغو د کورنیو دوه او درې یا دې نه هم زیات کسان په دې برید کښې وژل شوې وو.

Leave a reply