د کابل د صنعتي پارک برېښنا ۱۲ ساعته شوه
د کابل د صنعتي پارک برېښنا ۱۲ ساعته شوه
د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي: “موږ ډېرې هڅې وکړې، لومړی مو د دوی اکثره لینونه خپلواک کړل او دویم یې د صنعت ګرانو د برېښنا مزي ۱۲ ساعتونو ته لوړ کړل.”
په همدې حال کې د ځینو فابریکو خاوندان د برښنا شرکت د دې کار هرکلی کوي. خو دوی وايي چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتیا لري.
(2022 / 8 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د برښنا شرکت مسؤلین وايي، د فابریکو د خاوندانو د ستونزو د هواري په موخه یې د کابل د صنعتي پارک برېښنا ۱۲ ساعته کړې ده.
د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي: “موږ ډېرې هڅې وکړې، لومړی مو د دوی اکثره لینونه خپلواک کړل او دویم یې د صنعت ګرانو د برېښنا مزي ۱۲ ساعتونو ته لوړ کړل.”
په همدې حال کې د ځینو فابریکو خاوندان د برښنا شرکت د دې کار هرکلی کوي. خو دوی وايي چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتیا لري.
دا پۀ داسې حال کې ده چې د برښنا شرکت پۀ دې وروستیو کې د افغانستان برښنا د خودکیفايۍ لپاره هڅې پیل کړي چې پۀ دې برخه کې یې د ترکیې او چین پۀ ګډون لۀ شمېر هېوادونو د برښنا برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
اړوند موضوعات:
په افغانستان کې د ګډوډۍ له امله د “کاسا ۱۰۰۰” برېښنا لېږد پروژې کار ودرول شو
تر دې وړاندې قطر او عرب متحده اماراتو افغانستان کې د برېښنا برخه کې پانګونې ته زړۀ ښۀ کړی ؤ.